IQNA

په نړۍ کې د څه دپاسه  یو میلیون قرآني نسخو د ویشلو لپاره دعربستان پلان 

11:15 - March 01, 2025
د خبر لمبر: 3490715
ایکنا – عربستان په نظر کې لري ، د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې  د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت  کابو یو میلیون دوه لکه  قرآڼي نسخې وویشي.

ایکنانیوز د  له قوله راپور را کړی، د عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې  د عربستان  د سفارتونو  د داخل دیني مرکزونو په دفترونو او په اسلامی او کلتوري مرکزونو کې په ۷۹ ژبو ترجمه شوي کابو یو میلیون دوه لکه قرآنی نسخو ویشلو سره موافقه کړې ده.

دغه فیصله د عربستان د پاچاد د قرآن د هدئې  د پلان په لړ کې (یعنی د حرمین شریفین د خادم د قرآڼ هدئې) په دوام کې  اجرا کیږي او د عربستان  د اسلامی ،تبلیغ او ارشاد وزارت ئې متولي دی.

دغه پلان به سږکال د روژې په مبارکې میاشتې کې اجرا شي او دغه قرآنونه  د نړۍ په مختلفو ۴۵ هیوادونو کې د مسلمانانو په اختیار کې ورکول کیږي.

په همدې لړ کې د عربستان د اسلامی چارو وزیر په  مدینې منورې  کې د ؛ملک فهد ؛ قرآن چاپ او خپرندوئي  کمپلیکس  د وحي د کلام د چاپی او ترجمه شوو قرآڼونو د شمیر زیاتولو ته پابند کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4268492

captcha